سون چوان لان: د چيني ژبې ښوونيزې چارې دې په لوړ کيفيت پرمختګ مومي
CMG2022/12/09 11:03:26
شريکول:

  د چيني ژبې د ښوونې نړيوال کنفرانس د ډسمبر په اتمې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شو.

په دغه کنفرانس کې د چین د صدراعظم مرستيالې سون چون لان هم ګډون کړی و.

نوموړې ياد کنفرانس ته په وينا کې ويلي، چې د نړيوال کېدو د ژور پرمختګ په بهیر کې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د چيني ژبې د زده کړې غوښتنې ډېرې شوې دي. 

سون چون لان ويلي، چې اوس د نړۍ په څه دپاسه ١٨٠ هېوادونو او سيمو کې د چيني ژبې کورسونه دوام لري، د ٨١ هېوادونو په ملي ښوونيز نظام کې چیني ژبه شامله شوې او د نړۍ څه دپاسه ٣٠ میليونه وګړي د چيني ژبې پر زده کړې بوخت دي.

نوموړې ويلي، د چین او بېلا بېلو خواوو په ګډو کوښښونو سره په نړۍ کې د چيني ژبې د زده کړې بهیر غوړيدلی او په درشل کې يې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې هم پياوړې شوي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې په ابادۍ کې د چيني ژبې زده کړې او تبادلې مهم رول څرګند شوی دی.