اسرائيلي ځواکونو د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې ۳ فلسطينيان وژلی
CMG2022/12/09 11:02:50
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو د ډسمبر په ۸مه نېټه د اردن سيند د لويديځې غاړې په جنين ښار کې له فلسطينيانو سره نښته کړې او درې ۳ کسان يې وژلي دي.

د اسرائيل پوځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې فلسطيني وسله والو پر اسرائيلي  ځواکونو بريد کړی او ځواکونه يې اړ شوي، چې ځوابي ډزې پرې وکړي.

اعلاميه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو په سیمې کې د فلسطيني وسله والو پر ضد چڼیز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې درې وسله وال نيولي او زياتې وسلې يې هم تر لاسه کړې دي.

 په دې وروستيو کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی دی.

 اعلاميه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې د وسله والو ضد چڼيز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې له ځايي فلسطينيانو سره لاس او ګرېوان شوي او څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.