شي جين پينګ د سعودي له پاچا سره وکتل
CMG2022/12/09 11:43:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د اتمې نېټې په ماسپښين د رياض په شاهي ماڼۍ کې د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره کتلي دي.

شي جين پينګ د خبرو په پېل کې خوښي ښودلې، چې له ۶ کالونو وروسته له سعودي عربستان څخه ليدنه کوي.

نوموړي ويلي، د چين او سعودي عربستان د اړيکو پرمختيايي موافقې او واقعي همکارۍ ښې پايلې لري. چين غواړي له سعودي عربستان سره ستراتيژيکې تبادلې پياوړې او په بېلا بېلو برخو کې ورسره همکارۍ ژورې کړي، د دواړو هېوادونو پرمختيايي ګټو ته خدمتونه وکړي او د نړۍ سوله او ثبات وساتي.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ويلي، چې د سعودي عربستان او چين ستراتيژيکو اړيکو او د بېلابېلو برخو همکاريو يې په وروستيو کلونو کې ښه وده او پرمختګ کړی دی.

نوموړي له چين سره د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکړی او ويلي يې دي، چې د سعودي عربستان او چين ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو خلکو ته د ګټو رسولو لپاره به کوښښونه وکړي.
نوموړي همدغه چارې د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات لپاره هم ګټورې بللې دي.

دواړو مشرانو د چين ولسي جمهوريت او د سعودي عربستان تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو تړون لاسليک کړ او موافقه يې کړې، چې د دواړو هېوادونو مشران به په هرو دوو کالونو کې غونډه ترسره کوي.
 (ژباړه: شکريه)