شي جين پينګ د سومالي له ولسمشر حسن شيخ محمود سره وکتل
CMG2022/12/09 20:29:08
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر د ۹مې له غرمې وروسته په رياض کې د سومالي له ولسمشر حسن شيخ محمود سره وکتل.

شي جين پيڼګ په دې ليدنه کې وويل، چين د سومالي د ملي حاکميت، برم او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې پلوي کوي، په اوږد وخت کې دغه هېواد کې د افريقايي هېوادونو د ټولنې ځانګړې لېږدونکې ډلې ته ملاتړ برابروي، نړيواله ټولنه هڅوي چې له سومالي سره مرسته وکړي. چين غواړي له سومالي سره متقابل باور ټينګ کړي، د دواړو خواوو په مرکزي ګټو او پام وړ مهمو مسئلو کې متقابل ملاتړ وکړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ هڅونه کوي، په ګډه د پرمختيايي هېوادونو د عادلانه حقونو او ګټو ساتنه کوي. چين غواړي د سومالي د بيا رغونې او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ چارو کې مرسته وکړي، د دواړو هې،ادونو د تصديو هڅونه وکړي، چې د کرنې، د کبانو نيولو چارو او د روغتيا پّ شمول ساحو کې همکارۍ وکړي. چين د ترهګرۍ ضد مبارزو او د ثبات په برخه کې د سومالي له حکومت څخه ملاتړ کوي.

محمود وويل، چې د سومالي او چين اړيکې عنعنوي او اوږد تاریخ لري. چين په سومالي کې د چټکو اورګاډو سړک او د روغتونونو په شمول د مهمو بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې مرسته کړې او هېله لري، چې د خونديتوب ساتنې، د دغه هېواد د بيا رغونې په برخو کې د چين ملاتړ تر لاسه کړي. سومالي د يو چين پيژندلو پر اصل ټينګار کوي او تل د چين مهم ستراتيژيک همکار دی، له چين سره به ولاړ وي او له چين څخه ملاتړ کوي چې د خپل ملي حاکميت او د څمکنۍ بشپړتيا ساتنه کوي. سومالي هېله لري، چې له چين سره د دواړو خواوو اړيکو د پرمختګ لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.