لي که چيانګ د نړيوال پولي صندوق له مشرې کريسټالينا جيورګيوا سره وکتل
CMG2022/12/09 11:41:23
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د ډسمبر په اتمې نېټې د آن هوی ولايت په هوانګ شان ښار کې د نړيوال پولي صندوق له مشرې کريسټالينا جيورګيوا سره کتلي دي.

کريسټالينا جيورګيوا د چین او ۶ لویو نړیوالو اقتصادي او پولي ارګانونو “1+6” په ۷مې مباحثوي غونډې کې د ګډون په موخه چين ته تللې ده.

لي که چيانګ له نوموړې سره په خبرو کې ويلي، چې چين به د اقتصادي پاليسيو د شريکولو، د پورونو او اقليمي بدلون په ګډون نړيوالو ننګونو سره د مقاومت او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او دوامدار پرمختګ ته د لا زيات خدمت برابرولو په پار د نړيوال پولي صندوق په شمول نړيوالو سازمانونو سره همکارۍ وکړي.

 کريسټالينا جيورګيوا ويلي، چې نړيوال پولي صندوق له چین سره د اړیکو پراختیا ته ډېر اهمیت ورکوي، د چین د کرونا وبا ضد د مبارزې تګلارې د اصلاحاتو ستاینه کوي او باور يې ښودلی، چې د چين اوسني تدبیرونه به اقتصادي پرمختګ نور هم په خوځښت راولي.

نوموړې ويلي، چې نړيوال پولي صندوق به له چين سره نژدې همکارۍ وکړي، د اقتصادي پاليسيو د همغږۍ لپاره به د بېلا بېلو هېوادونو همکارۍ وهڅوي او د پورونو او اقليمي بدلون په ګډون د ځينو ننګونو پر وړاندې د ګډ مقاومت لپاره به کوښښونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)