د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د قطر امير شيخ تميم په رياض کې سره وکتل
CMG2022/12/09 20:31:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د نهمې نېټې په سهار د قطر له امير شيخ تميم بن حمد الثاني سره د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې وکتل.

شي جين پينګ شيخ تميم ته د قطر نړيوال جام د بريالي ترسره کېدو هيله څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د روان نړيوال جام کوربه توب د قطر توان ښيي او نړۍ ته نوی او مثبت ځواک ورکړی دی.

شيخ تميم وويل، چې د روان نړيوال جام له پيل راهيسې د چينايانو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو ځايونو سلګونو زره کسان قطر ته د نړيوال جام د کتنې لپاره ورغلي دي.

نوموړي د قطر او چين اړيکې ډېرې نږدې بللې او ويلي يې دي چې د چين تصديو په قطر کې د روان نړيوال جام لپاره تر ټولو لوی لوبغالی جوړ کړی او د روان نړيوال جام وروستۍ سيالي به په همدې لوبغالي کې ترسره شي.