چینایان له کرونا وبا سره د مبارزې په اړه د چین هوډ او بریا ستایي
CMG2022/12/09 15:33:30
شريکول:

د دريو کلونو راهيسې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره د چين حکومت او خلکو ګډې هلې ځلې کړې، چې حکومت، کمونېست ګوند، د بېلابېلو کچو کارکوونکو، داوطلبانو او خلکو ټولو خپل خدمتونه تر سره کړي دي. د چينايانو په ګډو هڅو په دې هېواد کې، چې په ټوله نړۍ کې یې نفوس تر ټولو زيات دی، پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر، د دې ناروغۍ له امله د مړينې انډول ډېر ټيټ و. په چين کې اکثره خلک د کرونا وبا د سخت ويروس د خپرېدو له پړاو څخه تېر کړي او دا يوه معجزه ده، چې په يو ډېر نفوس لرونکي هېواد کې د عمومي پاليسۍ د ځواک له لارې د کرونا وبا مصيبت قابو شوی دی.

ډېری خلکو د کرونا وبا سره د مبارزې پرمهال زیات زیار ګاللی، او په دې سره یې د ډېرو خلکو ساتنه کړې. ويلی شو، چې په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په لومړي پړاو کې ستر برياليتوب تر لاسه شوی او دا د چين د کمونېست ګوند، دولت او خلکو ګډ برياليتوب دی. په دې دريو کلونو کې چين د اکثرو خلکو په ځانګړې توګه د زیات عمر لرونکو کسانو روغتيا ساتلې، چې پر کرونا وبا نه دي اخته شوي. په دې بهير کې د بېلا بېلو ټولنو مختلف اوازونه راپورته شوي، چې د ملاتړ، ستاينې او پوهاوي اوازونه دي، خو د شکونو، بدنامولو او حتا د مسخره کولو اوازونه هم راپورته شوي.

د دغو خبرو په وړاندې چينايي ولس څه وايي؟ هغوی داسې وايي:

”زه يو سپين ږيری يم، زه له حکومت څخه ډېره مننه کوم، چې د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکوي، نو موږ د پاخه عمر لرونکي خلک کولی شو په ارامه توګه د کرونا وبا خطرناکې څپې تېرې کړو. “

”په دريو کلونو کې زموږ هېواد تر خپلې وسې پورې د خلکو روغتيا ساتلې ده، زموږ هېواد او خلک نېکمرغه دي! “

”زه پر حکومت او کمونېست ګوند باور لرم. زموږ د زیات عمر لرونکي کسان هوسا او روغ دي، دا ټول د دولت لخوا تضمین شوې چارې دي. “

”زموږ د حکومت تر ادارې لاندې زموږ د بېلابېلو کچو د کارکوونکو په هڅو سره پر کرونا ويروس د اخته کېدو خطرونه لرې شوي. له دولت نه مننه کوو! “

څه موده مخکې، ځينې کسان په دې نظر و، چې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول لپاره د پاليسیو له لارې پر چين د خلکو باور کمېږي. خو دوی د چينايانو ټينګې روحيې او د چينايانو يووالی په ټيټه او ناسمه بڼه ارزولی دی. چينايان داسې وايي....

” زموږ وطن داسې دی لکه مور، ځکه مور د بچیانو د روغتيا او خونديتوب لپاره هلې ځلې کوي، خو بچیان له مور سره د نظريو توپير لري. خو دغه توپيرونه ژر لرې شوي دي“.

”يووالی هرې ربړې او ناخوالې ته ماتې ورکولی شي او دا زموږ د ملت ګډې نظريې دي. که د دولت تګلارې واورو، هر څه به ښه وي! “

په دې سره چې د کرونا ويروس شکل بدل شو او د خلکو پر روغتيا د زيانمنولو اندازه ډېره کمه شوې، نو د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې چارې نوي پړاو ته دننه شوې. اوس په چين کې خلک په ټولنيزو رسنيو کې، څنګه د کرونا ويروس د مخنيوي، څه ډول درمل خورې؟ څنګه درملنه وشي؟ د موضوعاتو په هکله بحث کوي. حکومت هم په دې چارو کې په منظمه توګه لارښوونه کوي. په دې نوي پړاو کې خلک ليدلی شی، چې د چين حکومت او خلکو په ګډه هوډمن ځواکونه راغونډوي، په ګډه له کرونا وبا سره د مبارزې او د اقتصاد د سمسورتيا نوې لاره هواروي.