پاچا سعود پوهنتون شي جين پينګ ته افتخاري دوکتورا ورکړه
CMG2022/12/09 13:59:24
شريکول:

د سعودي عربستان د پاچا سعود پوهنتون د ډسمبر د ۸مې نېټې په ماسپښين د ریاض په شاهي ماڼۍ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د چين دولت رئیس شي جين پينګ ته افتخاري دوکتورا ورکړه.

په دغو مراسمو کې د چين دولت رئیس شي جين پينګ، د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان هم ګډون کړی و.

محمد بن سلمان يادو مراسمو ته په وينا کې وويل، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د هېواد د حکومتوالۍ په برخه کې سترې لاسته راوړنې لري او د سعودي او چين ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ لپاره يې مهمې مرستې کړې دي.

نوموړي د پاچا سعود پوهنتون لپاره دا لوی وياړ بللی، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته د ادارې او منجمنټ په برخه کې افتخاري دوکتورا ورکوي.