لي که چيانګ د نړيوال بانک له مشر سره وکتل
CMG2022/12/09 11:10:59
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د ډسمبر د ۸مې نېټې په ماسپښين د ان هوی ولايت په هوانګ شان ښار کې د نړيوال بانک له مشر ډيويډ مالپاس سره کتلي دي.

ډېوېډ مالپاس د چین او ۶ لویو نړیوالو اقتصادي او پولي ارګانونو “1+6” په ۷مې مباحثوي غونډې کې د ګډون په موخه چين ته تللی دی.

لي که چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې په چين کې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول تدبيرونه ښه پلې شوي او اقتصادي پرمختګ به يې دوام ولري. نوموړي ويلي، چې چين به د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول او د اقتصادي پرمختګ چارې نورې هم همغږې کړي.

لي که چيانګ زياته کړې، چې چين او نړيوال بانک د تېرو ۴۰ کلونو په درشل کې نږدې همکارۍ کړي او ښې اړيکې يې پاللې دي او چين غواړي له نړيوال بانک  سره خپلمنځي اړيکې نورې هم ژورې کړي او په ګډه ورسره د نړيوال اقتصاد پر وړاندې پرتې پېچلې ستونزې هوارې کړي.

ډيويډ مالپاس په خپلو خبرو کې ويلي، چې نړيوال اقتصاد اوسمهال له سختو ستونزو سره مخامخ دی او چين کولی شي، چې د چېلنجونو پر وړاندې يې ګټوره مبارزه وکړي.

نوموړي ويلي، چې نړيوال بانک د چين د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول تګلارې ستايي او غواړي د سوداګرۍ او پوهنې په برخو کې ورسره نږدې همکارۍ وکړي او نړيوال پرمختګ ته په ګډه وده ورکړي.