د چين لومړی وزیر لي که چيانګ د ډسمبر په ۸مه نېټه په ان هوی ولایت کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان له عمومي مدیرې وکونجو ایويله سره کتلي چې د چین او ۶ لویو نړیوالو اقتصادي او پولي ارګانونو “1+6” په ۷مې مباحثوي غونډې کې د ګډون په موخه چين ته يې سفر کړی دی.
لي که چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چین د سوداګرۍ نړیوال سازمان په مرکزیت له څواړخیز سوداګریز نظام څخه کلک ملاتړ کوي او په ياد سازمان کې د ګډون له ۲۰ کلونو راهیسې يې نه يوازې ځان، بلکې ګردۍ نړۍ ته هم ډېرې ګټې رسولې دي.
نوموړي ويلي، چين به د سوداګرۍ نړيوال سازمان سره همکارۍ نورې هم نږدې کړي او د دغه سازمان د چارو د هڅولو په موخه به له بېلا بېلو خواوو سره ګډ کوښښونه وکړي.
وکونجو ایویله د نړۍ د څواړخیز سوداګریز نظام د ساتلو په بهیر کې د چین فعال او رغنده رول ستایلی او ویلي یې دي، چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرېکون د نړیوال اقتصاد او نړیوالې سوداګرۍ لپاره هېڅ ګټه نه لري.
نوموړې ويلي، چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان په پام کې لري، چې له چین سره همکارۍ نورې هم پياوړې کړي او په ګډه ورسره پرانيستی او ځواکمن څواړخیز سوداګریز نظام وساتي.
(هیله)