شي جين پينګ د جيبوتي له ولسمشر سره وکتل
CMG2022/12/09 22:15:17
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د نهمې نيټې په سهار په رياض کې د جيبوتي له ولسمشر اسماعيل عمر غيله سره وکتل.

شي جين پينګ په دې ليدنه کې ويلي چې په وروستيو کلونو کې د چين او جيبوتي ترمنځ متقابل ستراتيژيک باور پياوړی شوی، په بېلا بېلو ساحو کې د همکاریو له امله لاسته راوړنې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي هم لا ټينګه شوې ده. چين د تايوان، هانکانګ او شينجيانګ د مسئلو په هکله د جيبوتي له قيمتي ملاتړ څخه مننه کوي او د ملي حاکميت، امنيت او ثبات د ساتلو په برخو کې به له جيبوتي څخه ملاتړ ته دوام ور کړي او له خپلو مشخصاتو سره سم به د يوې مناسبې پرمختيايي لارې د پيدا کولو لپاره ور څخه ملاتړ وکړي.چين غواړي چې له جيبوتي سره د دوه اړخيزو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

هغه پر دې ټينګار کړی چې چين غواړي د حکومتونو، قانون جوړونکو ارګانونو، ګوندونو او پوځونو په شمول بېلا بېلو ساحو کې له جيبوتي سره تګ راتګ زيات کړي، د هېواد د حکومتوالۍ او د پرمختيايي تجربو په هکله د دواړو خواوو ترمنځ د نظريو تبادلې او د دواړو هېوادونو د پرمختيايي ستراتيژيو نښلول پياوړي کړي.

غيله ويلي چې ډېر خوشحال دی چې د عربي هېوادونو او چین د سرمشريزې په موده کې له رئيس شي جين پينګ سره ملاقات کوي او رئيس شي جين پینګ ته مبارکي وايي چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه بياځلې ټاکل شوی دی. جيبوتي او چين يو د بل دوستان او وروڼه دي او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو په ګټه ستراتيژيک همکاران هم دي. جيبوتي د هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره د چین له قيمتي مرستو څخه مننه کوي او غواړي چې له چين سره ستراتیژيکې اړيکې لاټينګې کړي او د مهمو بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ لپاره هڅې وکړي. د دې ترڅنګ به جيبوتي د کليدي ګټو په هکله د چین له سم دريځ څخه ملاتړ وکړي.