د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تونيس ولسمشر قیس سعيد سره وکتل
CMG2022/12/09 16:01:56
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جينګ پينګ د ډسمبر په نهمې نېټې د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې د تونيس ولسمشر قیس سعيد سره ليدلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې په دې وروستيو کلونو کې د چين او تونيس واقعي همکارۍ د نړيوالو ستونزو او ننګونو سره سره پرمختګ کړی او چين په پام کې لري، چې له تونيس سره د طب، زېربناوو او لوړو عصري تخنيکونو په ګډون بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د تونيس ځانګړي محصولات د چين بازار ته لار ومومي.

نوموړي زياته کړې، چې چين د تونيس ملاتړ کوي، چې له خپلو حالاتو سره سم نظام وټاکي  او په کورنيو چارو کې يې له بهرنۍ مداخلې سره ټينګ مخالفت کوي.

شي جين پينګ باور ښودلی، چې تونيس د خپل ټيکاو او پرمختګ د ساتلو بصيرت او توان لري.

قیس سعيد ويلي، چې چين تل نړیوال عدالت ساتلی او د رئيس شي جين پينګ هغه وړانديز، چې د نړيوال پرمختګ لپاره يې وړاندې کړی، د پرمختيايي هېوادونو د توان د لوړولو او د بېلابېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره ډېر ارزښت لري.

نوموړي زياته کړې، چې تونيس به له چين سره د همکاريو د پراخولو هڅو ته دوام ورکړي او خپلمنځي اړيکې به لوړې سويې ته پورته کړي.