د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د دسمبر په ۹مه يوه نوبتي خبري ناسته مشري وکړه. يوه خبريال له ماو نينګ څخه پوښتنه کړی، چې د چين او عربي هېوادونو د لومړې سرمشريزې غونډې تر سره کېدو مخکې د نړيوال سوپر مارکيټ په نامه د چين يي وو ښار او سعودي عربستان د ژن مين بي يوانو له لارې د تاديه کولو لومړنۍ چارې بشپړې کړې. تاسی په دې هکله څه نظر لرئ؟
وياندې ماو نينګ وويل، د ژن مين بي يوانو له لارې د نړيوال تجارت پر لګښت تکيه کول د چين او عربي هېوادونو تر منځ د تجارت هڅونې لپاره مهم رول لري. دا د چين او عربي هېوادونو د سوداګريزو پانګونو د اسانه کېدو يوه نښه ده.
چين اوس د عربي هېوادونو تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی.
شي جين پينګ له سعودي عربستان څخه د ليدنې په وخت کې وويل، چې چين غواړي له دغه هېواد سره د تجارت، پانګونې او پولي چارو په ساحو کې د همکارۍ کچه لوړه کړي او د الکترونيکي سوداګرۍ، ډجيټلي اقتصاد په شمول ساحو کې هم همکارۍ پراخې کړي. يقين دی، چې دغه سفر به د چين او سعودي عربستان تر منځ د همکارۍ د لا باکيفيته پرمختګ او د ګډو ګټو تر لاسه کولو پرمختګ تضمين کړي.