د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په نهمې نېټې د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې د عراق لومړي وزیر محمد شياع السوداني سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او عراق اړيکې په ۲۰۱۵م کال کې د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو کچې ته رسیدلي او له هغه وخت راهیسې يې ثابت او سالم پرمختګ کړی دی.
نوموړي د نړيوال امنيتي وړانديز په پلي کولو کې د عراق د ګډون هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې چين به د عراق له اقتصادي ودې سره مرستو ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړې، چې چين به له عراق سره يو ځای د چين او عربي هېوادونو د لومړۍ سرمشريزې لاسته راوړنې ښې پلې کړي او خپلمنځي ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته به پرمختګ ورکړي.
محمد شياع السوداني له چين سره د عراق اړيکې دوستانه او ټينګې بللي او ويلي يې دي، چې هېواد به يې له چين سره په ګډه د يو کمربند او يوې لارې پروژه اباده کړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې چيني تصدۍ د عراق د مهمو زېربناوو او د انرژيو پروژو په جوړولو کې پرله پسې ګډون او د کيمياوي صنعت او برېښنا په ګډون بېلابېلو چارو کې يې زياتې پانګونې وکړي.
السوداني زياته کړې، چې هېواد به يې د ترهګرۍ او افراطيت د له منځه وړولو په برخه کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.