شي جين پينګ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره وکتل
CMG2022/12/09 13:11:17
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د ډسمبر د اتمې نېټې په غرمه د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې له وليعهد محمد بن سلمان سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږيدلی دی.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې سعودي عربستان په څو قطبي نړۍ کې يو مهم خپلواک ځواک او په منځني ختيځ کې د چين مهم ستراتيژيک همکار بللی دی.

نوموړي ويلي، چې چين د سعودي عربستان د ۲۰۳۰م کال د پلان او د «زرغون منځني ختيځ» په ګډون د يو لړ سترو پرمختيايي تګلارو او وړاندیزونو ملاتړ کوي او غواړي د انرژۍ د تګلارو په اړه تبادلې او همغږي ورسره پياوړې کړي او د توليدي ظرفيت او د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې ورسره خپلمنځي‌همکارۍ ژورې کړي. 

شي جين پينګ زياته کړې، چې چين په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د لا زيات رول د لوبولو په برخه کې د سعودي عربستان کلک ملاتړ کوي.

محمد بن سلمان په خپلو خبرو کې هيله ښودلې، چې سعودي عربستان او چين  د متقابل ملاتړ د زياتوالي او دخپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

نوموړي ويلي، چې هېواد به یې له چين سره په ګډه د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته دوام ورکړي او د چيني شرکتونو هرکلی یې کړی، چې د سعودي عربستان د صنعتي کېدو په بهير کې فعاله برخه واخلي.

 دواړو خواوو موافقه کړې، چې د چين او سعودي عربستان په لوړ پوړي ائتلافي کمېټې کې د دواړو مشرانو کچه صدراعظمۍ ته لوړه کړي.