بېجينګ: له عربي هېوادونو سره مو بشري ځواک او کلتوري تبادلې په پرله پسې توګه ژورې شوې
CMG2022/12/09 22:31:06
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په نهمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين او عربي هېوادونو له ۲۰۰۰ کلونو راهيسې د نظريو تبادلې ساتلې او يو له بله يې زده کړې دي. پدې وروستيو کلونو کې د چين او سعودي عربستان ترمنځ هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو چټک پرمختګ کړی او په بېلابېلو برخو کې يې همکارۍ په پرله پسې توګه پراخه شوې او د سعودي عربستان ډېرو خلکو د چيني ژبې او کلتور له زده کړې سره علاقه پيدا کړې ده. د چيني ژبې مينه وال د دواړو هېوادونو د تمدنونو د تبادلې د راتلونکي استازيتوب کوي.

د معلوماتو له مخې چيني ژبه د سعودي عربستان په ملي نصاب سيستم کې شامل شوې او په دې هېواد په ۹ پوهنتونونو کې د چيني ژبې اړوند مضمونونه تدريسېېي او ۸ منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې چينه ژبه لوستل کېږي، دغه راز د چين تر ۴۰ زياتو پوهنتونونو کې د عربي ژبې څانګه پرانيستل شوې ده.