د کرونا وبا پروړاندې د چین تدبیرونه پرځای دي
CMG2022/12/09 14:53:09
شريکول:

کله چې په نړۍ کې کرونا وبا تشخيص شوه نو چین سملاسي له دغه ویروس سره د مقابلې لپاره علمي او معقول تدبیرونه خپل کړل. چین د خلکو د ژوند ساتلو، تولید او د ملت د اړتیاوو پوره کولو لپاره له خپل وس سره سم کوښښونه کړي دي.

خو ځينو بهرنیو رسنیو په دې بهیر کې په دوامداره توګه د چین پر یادو تدبیرونو بې ځایه تورونه لګولي او نیوکې يې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرنې له مخې، د کرونا وبا له امله په تېرو درېیو کلونو کې په ګردې نړۍ کې څه باندې ۶.۶ میلیونه کسان مړه شوي دي. خو په چین کې د دغې وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۵ زره دی، دا یو عجیب بریالیتوب ګڼل کېږي، ځکه چې چین ۱.۴ میلیارده نفوس لري. دغه ستر بریالیتوب د چین  ټول هېواد د یووالي او ګډو هڅو نتیجه ده. خو هغو کسانو چې پر چین يې نیوکې کړې، د چین پر دغه ستر بریالیتوب يې سترګې پټې کړې.

 هغو کسانو چې ((د سرتیري رېین ژغورنې)) په عنوان د Hollywood هولیود فلم تر کتلو وروسته د یو سرتیري د ژغورلو لپاره د یو هېواد زیارونه ډېر ستايلي. په چین کې د اغېزمنو تدبیرونو له کبله د څو ملیونو کسانو ژوند ساتل شوی، خو دښمنو رسنیو بیا هم پر چین ډېرې نیوکې کړې وې.

ښايي دغه کسان په خپلو هېوادونو کې د خلکو مړینو ته ډېره پاملرنه نه کوي او یا د خلکو مرګ او ژوند دوی ته مهم نه وي، مګر د چین حکومت تل د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړی. چین په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد او شتمن نه دی، خو د بې وزله قشر د حقونو د ساتلو لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي، مثلاً چین د بېوزلۍ له منځه وړلو، ګډې شتمنۍ او د کرونا وبا ضد د ټینګې مبارزې په شمول یو لړ اغېزناک تدبیرونه نیولي دي.

شمېره ښيي، چې د کرونا وبا له امله مړه شویو کې زیاتره زاړه کسان دي. اوس په چین کې د هغو زاړو کسانو شمېر چې عمرونه يې له ۶۰ کاله زیات دي، له ۲۶۷ ملیونو څخه اوښتی دی. ډیرو يې د دایمي ناروغیو په لرلو سره د کرونا ضد واکسین نه دی کړی. که په چین کې د کرونا وبا کنټرول شوې نه وای، نو د دغو زړو کسانو لپاره به ډېر بد خبر وي او هغوی به خپل ژوندونه له لاسه ورکړي او ډېرې کورنۍ به اوس له خپلو والدینو او مشرانو بې برخې شوي وای.

نو چین د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په برخه کې ډېره جدي رویه غوره کړې ده.

بله خوا، چین د کرونا وبا د ویروس د بدلون له مخې خپل تدبیرونه تنظیموي. اوس د اومیکرون ویروس د خپرېدو توان ډېر پياوړی دی او په عین وخت کې د دې ویروس له امله د مړینې انډول ډېر ټيټ شوی دی. نو چین اړوند تدبیرونه هم بدل او تنظیم کړي دي.

چین د تېر نومبر په ۱۱مه نېټه شل ماده ییز اصلاح شوي تدبیرونه خپاره کړل او په ټول هېواد کې د دغو تدبیرونو په ښه تطبیق سره، چین د دسمبر په ۷مه نېټه چین لس نوې مادې هم خپرې کړې.

په دغو لسو مادو کې لیکل شوي، چې د کرونا ټیسټ لارې چارې به نورې علمي شي،

هغه ناروغان چې د کرونا ویروس کمې علامې او یا هېڅ علامې ونه لري، په خپلو کورونو کې تر بیاجوړې پورې پاتې کولای او د قرنطین دوره تېرولی شي.

له دغو اصلاح شویو تدبیرونو څخه ښکاري، چې چین د کرونا وبا عیني او تازه حالاتو او د خلکو د غوښتنو سره سم په ګړندي توګه اړوند تدبیرونه تنظیم کړي دي. خو چین به په دوامداره توګه بېدار وي او د اومیکرون ویروس به له نږدې څاري، ځکه دغه ویروس په ګردې نړۍ کې هره ورځ لا هم خلک وژني، د کرونا وبا په ګردې نړۍ کې نه ده پای ته رسېدلې. نو چین به د تل په شان له خپلو حالاتو سره سم اغېزناک او مسئولانه تدبیرونه ونیسي.