د چین ختيځ هوايي شرکت د ډسمبر په ۹مې نېټې د ((C919)) نمبر لومړۍ لویه الوتکه رسماً تر لاسه کړه.
دغه الوتکه د چیني شرکت له لوري طرحه او جوړه شوې او په لومړي ځل بازار ته وړاندې شوې ده.
c919 الوتکه ۱۶۴ څوکۍ او دوه کابينونه لري، چې د لومړۍ درجې خونې يا بېزنېس کلاس ۸ څوکۍ او د دوهمې خونې يا ايکونومي کلاس ۱۵۶ څوکۍ پکې شاملې دي.
د چين ختیځ هوايي شرکت ۳ تجربه لرونکو پېلوټانو په لومړي ځل ياده الوتکه هوا ته پورته کړه.