شي جين پينګ د بحرين له پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه سره وکتل
CMG2022/12/10 13:35:37
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د دسمبر د نهمې نېټې په ماسپښين په رياض کې د بحرين له پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه سره وکتل.

 شي جين پينګ  وویل، چې چين د ملي حاکميت، امنيت او ثبات په ساتنه کې د بحرين ملاتړ کوي او د چين د مرکزي ګټو په اړه د بحرين د اوږدمهاله ملاتړ په مناسبت مننه کوي. چين غواړي د دواړو هېوادونو د پرمختيايي تګلارو د پيوستون او د بحرين د اقتصادي پرمختګ په پروژو کې په فعاله توګه ګډون وکړي او د روغتيا او د چيني ژبې د زده کړې په برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي. شي جين پينګ په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ډيالوګ د ملګري په توګه د بحرين د شاملېدو په مناسبت پاچا حمد ته مبارکي ورکړه او هيله يې وښودله، چې له بحرين سره په څو اړخيزو ډګرونو کې تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي.

 حمد بن عیسی آل خلیفه وويل، د بحرين او چين اړيکې ډېرې دوستانه دي او بحرين چين يو مهم ستراتيژيک ملګری بللی.

  همدارازشي جين پينګ په ځايي وخت د ډیسمبر د نهمې نېټې په ماسپښين د عمان د کابينې د لومړي وزير له مرستيال شاهزاده فهد بن محمد السعد او د يمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا له رئيس رشاد محمد العلیمي سره هم وکتل.