په ځايي وخت د ډسمبر په ۹مه نېټه د چین ـ د خليج د همکاریو شورا لومړۍ سرمشريزه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې جوړه شوه. دغه سرمشريزې پرېکړه کړې، چې د دواړو خواوو ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې جوړې او ټينګې کړي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې په خپله وينا کې د خليج د همکاریو شوار د غړو هېوادونو د يووالي او خپلواکۍ ستاينه کړه او و يې ويل، چې دغه شورا د غړو هېوادونو د ګډو هڅو له لارې د خليج په سيمې کې تر ټولو محرکه قوه لرونکی سيمه ييز سازمان ګرځېدلی دی. نوموړي زياته کړه، چې چين او د خليج د همکارۍ شورا هېوادونه بايد د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګښت لپاره خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي.
نوموړي وویل، چې چين غواړي په راتلونکو درېیو يا پنځو کلونو کې د خليج د همکاریو شورا له هېوادونو سره د انرژۍ، پولي پانګونو، ساينس او تخنيک، فضايي چارو او ژبو او کلتور برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.
يادې سرمشريزې (( د چين او خليج د همکاریو شورا د سرمشريزې ګډه اعلاميه )) خپره کړه، (( د چین او د خليج د همکاریو شورا د ستراتيژيک ډيالوګ ۲۰۲۳- ۲۰۲۷ کال د عملياتو پلان )) يې تصويب او په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو خواوو د همکاریو لپاره پلان جوړ کړ.