د سږ کال وچ شوي انځیر
CMG2022/12/10 14:27:14
شريکول:

د سږ کال وچ شوي انځیر. د افغانستان په کندهار، هلمند، زابل او هرات ولایتونو کې په پراخه کچه د انځیرو باغونه شته. ددغه انځیرو ډېره برخه وچېږي، چې بیا هم په کور د ننه پلورل کېږي او هم بهر ته صادرېږي. خلک د ژمي په موسم کې وچ انځیر خوښوي. انځیر ګڼې روغتیایي ګټې لري.