د چين ميډيا ګروپ او د سعودي عربستان د راډيو او ټلويزيون ادارې د همکاريو ياداښت لاسليک کړ
CMG2022/12/10 14:54:19
شريکول:

له سعودي عربستان څخه د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د رسمي لیدنې په ترڅ کې ، د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د سعودي عربستان د مطبوعاتي چارو لنډمهالي وزير او د راډيو او ټليويزيون د اداري کمېسيون مشر مجد القاصابي (( د چين ميډيا ګروپ او د سعودي عربستان د راډيو او ټليويزيون د همکاريو تفاهم ليک ))  لاسليک کړ. دغه همکاريز سند له سعودي عربستان څخه د شي جين پينګ د ليدنې پر مهال د دوه اړخيزو همکاريو په مهمو لاسته راوړنو کې حسابیږي.

دواړو خواوو د چين او سعودي عربستان ترمنځ‌ د کلتوري تبادلې د زياتوالي لپاره پرېکړه کړې، چې خپلمنځي عادي همکاريز ميکانيزم به جوړ کړي او د پروګرامونو د تبادلې، د خلکو د تګ راتګ او د تجربو د شريکولو په برخو کې به پراخې همکارۍ تر سره کړي، څو د چین او سعودي عربستان ترمنځ‌ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته پرمختګ ورکړي.