د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزيز السعود په بلنه د ډسمبر له ۷مې څخه تر ۹مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړه. دواړو خواوو په خبرو اترو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيز ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګښت او پرمختګ او د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه. د دې تر څنګ، (( د چين او سعودي عربستان ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو تړون )) هم لاسليک شو .
دواړو خواوو ټینګار وکړ، چې د مرکزي ګټو، ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتنې په برخو کې دې يو له بل څخه ملاتړ وکړي، د بېلابېلو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنو نه کولو په شمول د نړیوال قوانینو بنسټ او د نړیوالو اړيکو اصول دې مراعات کړي.
دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په اړه وویل، چې د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره دې له ټولو اړوندو هڅو څخه ملاتړ وکړي، څو افغانستان د ترهګرۍ پټنځای ونه ګرځي. نړيواله ټولنه باید له افغانستان سره بشري مرستې برابرې کړي، څو په دغه هېواد کې بشري وضعيت نور سخت نه شي.