د عبدالرحمن جومات، چې د کابل په ښار کې له پارک زرنګار سره نېږدې موقعیت لري، د افغانستان له عصري او لویو مسجدونو څخه شمېرل کېږي. دغه جومات په ۲۰۱۲ کال کې د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو. دغه مسجد په یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د مهندسۍ چارې یې خپله افغان انجینیرانو پر مخ وړې دي. په ټول مسجد کې۲۰ قندیلونه ځای پر ځای شوي، چې لوی هغه یې ۳۳۰۰ کیلو ګرامه وزن لري. د عبدالرحمن مسجد ټول ټال۲۰ګنبدې او دوه لویې منارې لري، چې لوړوالی یې ۶۲مترو ته رسېږي. مسجد د ۱۶۰۰ متره مربع په پراخوالي سره یوه طهارت خونه لري، چې په یو وخت په کې ۵۰۰ تنه اودسونه کولی شي. پر نورو ملحقاتو سربېره، دغه مسجد یو لوی کتابتون هم لري، چې اوس مهال په کې ۱۵۰۰۰۰ ټوکه کتابونه موجود دي. دغه راز مسجد د قران کریم د زده کړې او حفظ مرکز هم لري، چې ګڼ شمېر کسان په کې د قران کریم حفظ کوي.