شي جين پينګ د لبنان له صدراعظم ناجيب ميکاتي سره وکتل
CMG2022/12/10 14:59:21
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ په ځايي‌ وخت د ډسمبر په ۹مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د لبنان له صدراعظم ناجيب ميکاتي سره وکتل.

شي جين پينګ  وویل، چې چین او لبنان دوست هېوادونه دي او تل یې يو له بل څخه ملاتړ  کړی. چين له لبنان څخه کلک ملاتړکوي، چې خپل ملي حاکميت، خپلواکي او د خاورو بشپړتيا او امنيت وساتي. چين د لبنان په کورنيو چارو کې د بهرنيو هېوادونو له لاسوهنې سره مخالفت کوي او په مداومه توګه  به په نورو نړیوالو څواړخيزو صحنو کې د لبنان لپاره غږ وکړي. 

ده زیاته کړه، چې چين غواړي له لبنان سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره همکارۍ ژورې کړي او د لبنان د اقتصاد او ټولنې د ابادۍ په چارو کې د چيني تصديو ګډون وهڅوي.