په کابل ښار کې د تاج بیک تپه او د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد داوود خان مقبره. په ۲۰۰۷ کال کې د داوود خان او د کورنۍ د غړو جسدونه یې د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې په یوه ډله ییز قبر کې وموندل شول او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکم د کابل په تاج بیک غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شول.ددغه مقبرې د رغولو چارې په نیمایي کې پاتې دي.