ولې د منځني ختيځ هېوادونه له چين سره همکارۍ غواړي؟
CMG2022/12/10 11:23:27
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر له ۷مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې د چين او عربي هېوادونو په لومړۍ سرمشريزه غونډه او د چين او د خليج د همکارۍ شورا په لومړۍ سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او له سعودي عربستان څخه يې رسمي ليدنه  وکړه.

د نوموړي دغه سفر د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې يوه نوې پاڼه پرانيسته او د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره  یې زمينه برابره  کړه.

سعودي عربستان په منځني ختيځ کې د چين لومړی لوی سوداګريز ملګری دی او چين هم له اوږدې مودې راهيسې د دغه هېواد د لومړي لوی سوداګريز ملګري مقام نيولی دی. د سعودي عربستان (( د ۲۰۳۰م کال منظرې)) د چين د يو کمربند او يوې لارې له پېشنهاد سره سمون لري او چين د سعودي عربستان د مکې – مدينې ګړنده پټلۍ په شمول زياتو لويو پروژو کې برخه درلودلې ده.

سعودي عربستان د اکتوبر په دوهمې نيمايي کې د راتلونکې پانګونې د وړانديز غونډه تر سره کړه. د چين استازو په دغه غونډه کې ډېره توجه او ښه راغلاست تر لاسه کړ او (( په سعودي عربستان کې پانګونه )) د چيني تصديو د خاوندانو په خبرو کې تود مطلب ګرځېدلی دی. د يادولو وړ خبره دا  ده، چې په دغې غونډې کې د امريکا چارواکو ته بلنه  نه وه ورکړل شوې.

پر سعودي عربستان بر سېره، چين په روان کال کې د منځني ختيځ له نورو هېوادونو سره تګ راتګ ډېر زيات  کړی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په سپتمبر کې په سمرقند کې د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره وکتل او له دې نه مخکې دواړو مشرانو څو څو ځلې تلېفوني خبرې وکړې او يو بل  ته یې د مبارکۍ پيغامونه  ولېږل. د چين او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو د روان کال په جنورۍ کې اعلان وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۵ کلنو هراړخيزو همکاريو تړون په رسمي توګه پيل شوی.

د قطر نړيوال جام لوبې روانې دي. د دغو لوبو د لوبغاليو د ابادۍ په چارو او ځانګړو توليداتو کې د چين  عنصر ډېر ليدل کيږي. چين په روان کال کې له سوريې سره د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ، دغه راز سوريه د يو کمربند او يوې لارې په لوی کور کې شامله شوې ده.

ولې د منځني ختيځ هېوادونو او چين ترمنځ اړيکې د نژدېوالي په حال کې دي؟

لومړی سبب دا دی، چې چين او د منځني ختيځ هېوادونه په سياست کې يو بل ته درناوی کوي او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ بنسټ ټينګ دی. د ځينو لويديځو هېوادونو په توپير، چين په تاريخ کې په منځني ختيځ کې هېڅ استعماري کړنه او تېری نه دی کړی او هېڅکله يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او تل په هغه برخه کې د منځني ختيځ له خلکو څخه ملاتړ کوي، چې په خپلواکه توګه د پرمختګ لاره پيدا کړي. ځکه چين د منځني ختيځ په چارو کې پر اصولو ټينګار لري، د عدالت د ساتلو او د سولې او خبرو اترو د هڅولو لپاره يې هڅې کړي، دغه هېواد د منځني ختيځ د هېوادونو له خوا د باور وړ هېواد بلل کيږي.

د چين له خوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د منځني ختيځ هېوادونو ته قيمتي فرصتونه  برابر کړي دي. د منځني ختيځ هېوادونو هم د تايوان، شينجيانګ او بشري حقونو په مسئلو کې د خپلو کړنو له لارې د چين ټينګ ملاتړ ښودلی دی.

دوهم سبب دا دی، چې چين او د منځني ختيځ هېوادونه په اقتصادي برخه کې د خپلمنځي همکاريو له لارې خپلې نيمګړتياوې له منځه وړلی شي او د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ ښه راتلونکی لري. اقتصادي همکاري د ناارام نړيوال وضعيت په مقابل کې ډېره ښه لاره بلل کيږي. چين د منځني ختيځ د ډېرو هېوادونو لپاره لومړی لوی تجارتي ملګری دی. د سږ کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۳۱۹ ميليارډو او ۲۹۵ ميليونو ډالرو ته رسېدلی، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۵،۲۸ سلنه زياتوالی ښيي او د تېر کال له عمومي ارزښت سره برابر دی.

د منځني ختيځ هېوادونه په اوږدې مودې کې بادارۍ او جيوپوليتيک سيالۍ ځپلي او هغه مثبت قوت ته ډېره اړتيا لري، چې دې سيمې ته د سولې او پرمختګ د رسولو لپاره ګټور وي. د منځني ختيځ هېوادونو له اوږدې مودې راهيسې چين د باور وړ ستراتيژيک ملګری بللی دی.