شي جين پينګ د چين او عربي هېوادونو په لومړۍ سرمشريزه غونډه کې ګډون او مهمه وينا يې وکړه
CMG2022/12/10 13:34:40
شريکول:

 د چين او عربي هېوادونو لومړۍ سرمشريزه غونډه پر ځايي وخت د دسمبر د نهمې نېټې په ماسپښين د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې  جوړه شوه. دغې سرمشريزې د   یوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې چين او عربي هېوادونو موافقه کړې، چې د نوې زمانې په وړاندې د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

 شي جين پينګ په یاده غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه، چې عنوان يې دی د چين او عربي هېوادونو د دوستۍ روحيه  به پیاوړې او د نوې زمانې په وړاندې د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره به لاسونه سره يوځاي شي. 

 شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې چين غواړي د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د "چين-عربی هېوادونو هراړخيز همکاریز پلان" د پلي کولو په برخه کې د لومړي ګام په توګه په راتلونکو درېيو او پنځو کلونو کې له عربي هېوادونو سره د پرمختګ، د خوراکي توکو خوندیتوب، روغتیا، شنه نوښت، د انرژۍ امنیت، د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو، د ځوانانو  پیاوړتیا، امنیت او ثبات په شمول په اتو برخو کې ګډ کوښښ وکړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ له سولې او ثبات سره تړاو لري.  چين به له فلسطين سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او د فلسطينیانو د ژوند په اړه د پروژو د پلي کولو  په برخه کې به د دغه هېواد ملاتړ وکړي.

 شي جين پينګ وويل، چين به د نړيوالې سولې د ساتلو، د ګډ پرمختګ د هڅولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره کوښښ وکړي او د خپل نوي پرمختګ له لارې به د عربي هېوادونو په شمول بېلا بېلو هېوادونو ته نوي فرصتونه برابر کړي.

د یادولو ده، چې د چين اړوندو څانګو له عربي هېوادونو، د عرب لیګ له سکرتريت  او د خليج همکارۍ شورا له فرعي سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ، انرژۍ، غلو دانو او پانګونې په شمول برخو کې  يو شمېر همکاریز سندونه لاسليک  کړل.