شي جين پينګ د الجزاير له صدراعظم عبدالرحمان سره وکتل
CMG2022/12/11 14:33:22
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ځايي وخت د ډسمبر په ۹مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د الجزاير له صدراعظم عبدالرحمان سره وکتل.

شي جين پينګ په ياده ليدنه کې ويلي، چې چين تل له الجزاير څخه ملاتړ کوي، چې خپل ملي حاکميت، خپلواکي او د خاورو بشپړتيا وساتي، له خپلو حالاتو سره سم د پرمختګ لار وټاکي او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د پرديو له مداخلو سره مخالفت کوي. چین له الجزاير څخه مننه کوي، چې د دغه هېواد د مرکزي ګټو اړوندومسئلو کې يې له چين څخه ملاتړ کړی دی.

نوموړي ويلي، چې چين غواړي له الجزاير سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په چوکاټ کې په دوامدار ډول د بنسټيزو تأسيساتو، انرژۍ، کانونو، فضايي چارو په برخو کې همکارۍ ژورې کړي او د الجزاير په لويو او مهمو پروژو کې د چيني تصديو ګډون وهڅوي.