د چين د اورګاډي پټلۍ ملي ګروپ د تازه شمېرنې له مخې، د سږکال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډو او د دغه هېواد په لوېديځو سيمو کې د پټلۍ او بېړيو د وصل ځنځير په شمول د ټرانسپورټي لارو تګ راتګ په ښه ډول روان دی او د مالونو د حمل و نقل اندازه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله زياته شوې.
له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د چين او اروپا ترمنځ باروړونکو ارګاډيو ۱۵ زره او ۱۶۲ ځله تګ راتګ کړی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي، او ۱ ميليون او ۴۷۵ زره کانټيڼرونه يې انتقال کړي، چې ۱۱ سلنه زياتوالی ښيي. د دغه هېواد په لوېديځو سيمو کې د پټلۍ او بېړيو د وصل له نړيوالې لارې ۶۸۷ زره کانټيڼرونه انتقال شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۸.۹ سلنه زياتوالی ښيي.