د چين او د خلیج همکارۍ شورا ترمنځ اړیکې به لا نور پرمختګ ولري
CMG2022/12/11 14:36:57
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د ډسمبر په ۹مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د چين ـ د خليج همکارۍ شورا په لومړۍ سرمشريزه کې وينا وکړه.

دا لومړی ځل دی چې د چين او د خليج همکارۍ شورا د غړيو هېوادونو مشرانو يو ځای د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو په اړه مشورتي ناسته کړې. دواړو خواوو پرېکړه کړې، چې د چين او د خلیج همکارۍ شورا ترمنځ ستراتيژيکېهمکاريزې اړيکې جوړې او ټينګې کړي، هغه چې د دې سرمشريزې تر ټولو لوی برياليتوب دی او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ نوې مرحله يې پرانيستلې.

چين او د خلیج همکارۍ شورا به څه ډول ستراتيژيک همکاران جوړ شي؟ په دې اړه شي جين پينګ څلور وړانديزونه کړي، چې د يووالي، ګډ پرمختګ، ګډ امنيت او د کلتور ګډه سمسورتيا لپاره هڅه ده. يادو څلورو وړانديزونو د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره لار ښودلې ده.

په دې وروستيو کلونو کې د خلیج همکارۍ شورا غړيو هېوادونو خپل اقتصادي جوړښت او صنعتي چارو کې اصلاحات راوستلي، لوړه ټکنالوجي د چين او د خليج همکارۍ شورا ترمنځ په همکاريو کې د پام وړ برخه ګرځېدلې ده. په دې سرمشريزه کې شي جين پينګ ويلي، چين غواړي د خليج همکارۍ شورا له غړيو هېوادونو سره د لويې ډېټا (big data) او کلوډ محاسباتي مرکز (Cloud Computation Center ) جوړ کړي، د پنځه جي(5G) او شپږ جي(6G) تخنيک په برخه کې همکارۍ ټينګې کړي، د نړیوالې الکترونيکي سوداګرۍ او د مخابراتي شبکې د جوړونې په برخو کې ۱۰ ډيجټالي اقتصادي پروګرامونه پلي کړي، د چين فضايي سټېشن ته د خليج همکارۍ شورا د هېوادونو د ستورمزلو د ننوتنې هرکلی به وکړي. ياد يو لړ تدبيرونه به د دواړو خواوو ترمنځ د لوړې ټکنالوژۍ همکاريو ته وده ورکړي او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره به نوی محرکه قوه برابره کړي.