د چين د موټر صنعيت ټولنې د تازه شمېرنې له مخې، د سږ کال له جنورۍ څخه تر نومبر په پورې په چين کې د نوې انرژۍ موټرو د توليد او خرڅلاو اندازې تېر ريکارډونه مات کړي دي.
په تېرو ۱۱ مياشتو کې په چين کې د نوې انرژۍ ۶ ميليونه او ۲۵۳ زره موټر توليد شوي او ۶ ميليونه او ۶۷ زره يې پلورل شوي، چې دواړه رقمونه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو چند زياتوالی ښيي.
د نوموړې ټولنې شمېرنه هم ښيي، چې په تېرو لسو مياشتو کې د چين ۲ ميليونه او ۶۱۴ زره موټر بهر ته صادر شوي، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۸،۱ سلنه زيات شوی دی.