د نړۍ د اقتصادي سازمانونو مسوولينو د چين د اقتصاد پر ښې راتلونکې باور ښودلی
CMG2022/12/11 14:25:23
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د ډسمبر په ۹مه نېټه د آن هوي ولايت په هوانګ شانګ ښار کې د نړيوالو اقتصادي سازمانونو مسئولينو سره، چې د چين او ۶ مهمو نړيوالو اقتصادي سازمانونو ترمنځ د ګردي مېز ډيالوګ په غونډه کې يې ګډون کړی، د ليدنې په اړه مطبوعاتي غونډه کې وينا وکړه.

ده وويل چې دغه ډيالوګ د څواړخيزتوب د ساتنې، د څواړخيزو همکاریو د ټينګښت او نړیوال اقتصاد ته د پرمختګ ورکولو غږ کړی. نوموړي زياته کړه، د نړيوالو اقتصادي سازمانونو مسوولينو چې په دې ډيالوګ کې يې ګډون کړی، د دغه ډيالوګ د رول ستاينه کړې او دا یې په ډاګه کړې، چې د چين د اقتصاد پر ښې راتلونکي باور لري، د چين د ورخلاصون او د کرونا وبا ضد د دغه هېواد د تدبيرونو د اصلاح او بشپړوالي هرکلی يې کړی او ويلي يې دي چې دا به د چين او نړۍ اقتصادي سمسورتيا پياوړې کړي. دوی غواړي له چين سره خپلمنځي اړيکې  او همکارۍ ژورې کړي.