د چین او عربي هېوادونو دوستي او همکاري به ښه راتلونکې ولري
CMG2022/12/11 15:53:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ځايي وخت د ډسمبر په نهمه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د چين او عربي هېوادونو په لومړۍ سرمشريزه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه وویل، دغه سرمشريزه غونډه د چين او عربي هېوادونو د اړيکو په تاريخ کې يو مهم پړاو دی اود دې سرمشريزې غونډې په رڼا کې به د چين او عربي هېوادونو ترمنځ دوستي او همکاري ښه راتلونکې ولري. هغه پر دې ټینګار وکړ چې موږ باید د متقابلو مرستو پر روحیې ټینګار وکړو او د مساواتو پر بنسټ ګډې ګټې ومومو او د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره کوښښ وکړو. د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ۸ ګډ عملیات او د چين او عربي هېوادونو د لومړۍ سرمشريزې غونډې د رياض اعلاميه هم خپره شوه.‌ دواړو خواوو موافقه وکړه چې د نوې زمانې پر وړاندې د چین او عربي هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي، دا د دې سرمشريزې تر ټولو مهمه سياسي پايله بلل کيږي.  

 دغه سرمشريزه غونډه د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته د عربي هېوادونو له مشرانو سره د چین لومړۍ سرمشريزه غونډه ده. په دغه سرمشريزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ اړيکې نوې کچې ته لوړې شي. دا نه یوازې د دواړو خواوو ترمنځ د دودیزې دوستۍ خپرېدل  دي، بلکې د راتلونکي لپاره نوښت هم دی.

څه دپاسه دوه زره کاله مخکې،‌ د چين او عربي هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتک پیل شوی.‌

اوس نړۍ له ناارامۍ او اصلاحاتو سره مخ ده.

 له یوې خوا، د نړیوال اقتصاد بیا رغونه سسته شوې او سیمه ییزې شخړې او ګډوډۍ په مکرر ډول پېښېږي.‌ له بلې خوا، یو شمېر لوېدیځ هېوادونه یو اړخیزم او تسلط ته وده ورکوي او د نورو هیوادونو په سوله او پرمختګ کې د لاسوهنې لامل ګرځي.‌ چين او عربي هېوادونه د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظم او څو اړخيزم، د پرمختيايي هېوادونو د ګټو او حقونو د ساتلو ملاتړ کوي. په عين وخت کې، چين او عربي هېوادونه د ملي بيارغونې او د ملي پرمختګ د چټکتيا تاريخي دنده پر مخ وړي.‌ د دواړو خواوو د ګډ برخلیک ټولنې جوړېدل د دوی د  پرمختيايي موخو په پوره کولو کې مرسته کوي.‌ د چين او عربي هېوادونو د لومړۍ سرمشريزې غونډې ترسره کېدل په مناسب وخت کې بلل کېدای شي.

 د نوې زمانې په وړاندې د چین-عربي هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنه څنګه جوړه کړو؟ په سرمشريزه غونډه کې چين نه يوازې نظريات، بلکې عملي پلانونه هم وړاندې کړل.‌ 

  موږ باید پر خپلواکۍ ټینګار وکړو او د ګډو ګټو ساتنه دې وکړو، موږ باید په اقتصادي پراختیا تمرکز وکړو او د ګټونکي همکارۍ ته دې وده ورکړو، موږ باید سیمه ییزه سوله وساتو او ګډ امنیت دې تر لاسه کړو، موږ باید د تمدنونو ترمنځ تبادله پیاوړې کړو او متقابل تفاهم او باور دې زیات کړو. رئيس شي جين پينګ دغه څلور وړانديزونه د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا او د نوې زمانې پر وړاندې د دواړو خواوو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لارښوونه  کوي.