چين او سعودي عربستان ستراتيژيک همکاران او صادق ملګري دي
CMG2022/12/11 15:17:08
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۸مه نېټه په رياض ماڼۍ کې د سعودي عربتسان له پاچا محمد بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود او د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان وکتل او خبرې يې وکړې. دواړو خواوو د چين او سعودي عربستان ترمنځ د هرې برخې د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا پياوړتيا په اړه موافقه وکړه.

دواړو خواوو په دې کتنه کې يو له بله ټينګ سياسي ملاتړ ښودلی دی. د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان په دې کتنه کې ويلي، ((د چين ګټې، د سعودي عربستان ګټې دي.)) د نوموړي دې څرګندونو د خبري رسنيو پاملرنه راجلب کړې ده.

 د چين او سعودي عربستان ترمنځ اقتصادي همکاريو د دواړو خواوو ترمنځ د دوستۍ د لا ټينګښت لپاره خوځنده قوت برابر کړی. د کرونا وبا له اغېزو سره سره، تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه کې د وړم کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د خلکو ترمنځ تګ راتګ د هېوادونو د اړيکو بنسټ دی. ژبه د يو هېواد د پېژندلو کلي بلل کېږي. د سعودي عربستان په ۴ پوهنتونونو کې چیني ژبه په تخصصي ډول تدرېس کېږي او په ۸ منځنيو او لومړني ښوونځو کې د چيني ژبې اختياري درسونه شتون لري. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د سعودي عربستان د چيني ژبې زده کوونکو استازو ته ځوابي پيغام ليږلی او د دغه هېواد ځوانان يې هڅولي، چې په ښه توګه چيني ژبه زده کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړي.   

د چين او سعودي عربستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ټينګښت به د دواړو خواوو خلکو سره ښې هيلې پيدا کړي او د منځني ختيځ د سولې او ثبات او نړيوال پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي.