د کيوبا د دولت رئيس ميګويل ډياز کانيل بيرموديز: د نړيوال پرمختګ او د نړيوال امنيت پېشنهادونه د مختلفو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري
CMG2022/12/11 20:33:34
شريکول:

د کيوبا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لومړي منشي او د دولت رئيس ميګويل ډياز کانيل بيرموديز په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره يوه ځانګړې مرکه وکړه. نوموړي په دې مرکه کې د نړيوال پرمختګ او د نړيوال امنيت پېشنهادونه وستایل او و يې ويل، چې دغه پېشنهادونه د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري او کيوبا د دې پېشهادونو ملاتړ کوي.

ميګويل ډياز کانيل بيرموديز وويل، چې د نړيوال پرمختګ پېشنهاد يو ټولشموله پېشنهاد دی او موخه يې د ټولو وګړو پرمختګ دی. دغه پېشنهاد د يو هېواد له خوا د نورو هېوادونو د کنټرول لپاره نه دی، بلکې د همکاريو له لارې ټولو هېوادونو ته پرمختګ ورکول غواړي. دا د اوسني نابرابر نړيوال اقتصادي نظم د بدلون لپاره ګټوره ده.

نوموړي د نړيوال امنيت د پېشنهاد په اړه وويل، دا چې د دغه پېشنهاد بنسټ د بېلا بېلو هېوادونو د قوانينو منل دي او د همکارۍ له لارې امنيت مومي، دا باداري غوښتونکی وړانديز نه دی، بلکې د نړۍ د څو قطبي کېدو د تامينولو وړانديز دی.

نوموړي زياته کړه، چين د يوې لويې او احترام وړ مفکرې د ساتلو په هڅه کې دی او توان لري، چې د دغې مفکورې له لارې د کيوبا په شمول له کوچنيو هېوادونو سره مرستې وکړي.