د عربي هېوادونو وګړو د شي جين پينګ د ويناوو ستاينه وکړه
CMG2022/12/11 13:01:18
شريکول:

د عربي هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو وګړو ويلي، چې د چين - عربي هېوادونو په لومړۍ سرمنشريزه او د چين - خليج هېوادونو د همکاريو شورا په لومړۍ سرمشريزه غونډو کې د شي جين پينګ ويناوو د نوې زمانې پر وړاندې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د چين او خليج هېوادونو د همکارۍ شورا ترمنځ د اړيکو لپاره د پرمختګ لوری او مسير روښانه کړی او د چين او نوموړو دوو خواوو ترمنځ همکاريو ته يې ځواکمن خوځنده قوت برابر کړی دی.

د عرب ليګ د سرمنشي وياند جميل ويلي، چې د چين پرمختګ د عربي هېوادونو په شمول بېلا بېلو هېوادونو ته مهم فرصتونه برابر کړي دي. نوموړي د چين پرمختګ د سولې او مثبت قوت پياوړتيا بللې. هغه په دې نظر دی، چې چين د عربي هېوادونو اعتمادي ملګری دی.

د عربي هېوادونو د بېلا بېلو برخو وګړو هيله ښودلې، چې عربي هېوادونه له چين سره د بېلا بېلو برخو د همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.