د اوکراين ولسمشر زیلینسکي د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره ټیلیفوني خبرې کړي
CMG2022/12/12 10:41:34
شريکول:

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ډسمبر په ۱۲مې نېټې يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې هغه له خپل امريکايي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي او په يو لړ مسئلو ورسره غږيدلی دی.

نوموړي په اعلاميې کې له واشنګټن مننه کړې، چې اوکراين سره دفاعي او مالي مرستې کوي او هيله يې ښودلې، چې د انرژۍ په برخې کې هم ورسره همکارۍ وکړي.

زيلينسکي په اعلاميې کې د اوکراین د ملکي وګړو او مهمو بنسټيزو تاسیساتو د ساتنې په پار د اوکراین د هوايي دفاعي سیسټم پر پیاوړتیا هم ټینګار  کړی دی.