د انټيګوا او باربودا صدراعظم له چين سره د پياوړو اړيکو هيله ښودلې
CMG2022/12/12 14:58:53
شريکول:

 انټيګوا او باربودا د مرکزي امريکا د کارابين سيمې هېواد دی او په ١٩٨٣م کال کې يې له چين سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې دي او د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ لومړۍ نېټه به د چين او انټيګوا او باربودا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابره وي.

 د انټيګوا او باربودا صدراعظم براون له رسنيو سره په خبرو کې په تېرو څلوېښتو کالونو کې د انټيګوا او باربودااو چين  ترمنځ د اړيکو د پرله پسې پرمختګ ډېره ستاينه کړې او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې نورې هم ټينګې شي.

براون د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د نړيوال پرمختګ وړاندیز د پرمخبيولو په بهير کې د چين مرستې هراړخيزې بللي او ويلي يې دي، چې دغه وړانديز د انټيګوا او باربودا اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په خوځښت راوستلی دی.

نوموړي ويلي، چې چین د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د متقابل درناوي، عدالت او د همکاريو پر بنسټ د ګډو ګټو د موندلو په اړه وړاندیزونه کړي او دا یې د نړيوال عدالت او پرمختګ د ساتلو لپاره ډېر مهم بلليدي.

 صدراعظم براون زياته کړې، که څه هم انټيګوا او باربودا د نړۍ له کوچنیو هېوادونو څخه دی، خو چين تل ورته پوره احترام کړی، د حاکميت درناوی او د پرمختګ ملاتړ يې کړی دی.

نوموړي د انټيګوا او باربودا او چين اړيکې د يوه لوی هېواد او کوچني هېواد تر منځ د اړيکو يوه غوره بېلګه بللېده.