په هانګ جو کې د ډیجیټل سوداګرۍ لومړی نړیوال نندارتون پرانیستل شو
CMG2022/12/12 14:57:42
شريکول:

د ډیجیټل سوداګرۍ لومړی نړیوال نندارتون د ډسمبر په يوولسمې نېټې د چين د جه جيانګ ولایت په هانګ جو ښار کې پرانيستل شو او د روانې مياشتې تر ۱۴ نېټې پورې به دوام ومومي.

په دغه څلور ورځني نندارتون کې د چین او بهرنیو هېوادونو څه دپاسه ٨٠٠ ډيجيټلي سوداګريز شرکتونه ګډونلري او د ډيجيټلي محصولاتو، تخنیکونو او خدمتونو په برخو کې به خپلې نوې لاسته راوړنې او پرمختګونهنندارې ته وړاندې کړي.

د جه جيانګ ولايت د سوداګرۍ ادارې مرستيال رئیس هو جن فانګ له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې په دغه نندارتون کې به يو شمېر نوي توليدات، نوي تخنیکونه او نوي خدمتونه نندارې ته وړاندې شي او په عين وخت کې برخوال ګډونوال به يې د پانګونې په اړه هم خبرې اترې  وکړي. 

نوموړي تمه ښودلې، چې په دغه روان نندارتون کې به د  شاوخوا ۱۰۰ ميلیارډو یوانو په ارزښت تړونونه لاسلیک شي.