د روان کال په ۱۱ مياشتو کې، د چين پر اوسپنيزو لارو د توکو د ليږد راليږد اندازه زياته وه
CMG2022/12/12 11:44:06
شريکول:

د چين د اوسپنيزو لارو ملي شرکت خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۲م کال په تېرو ۱۱ مياشتو کې په چين کې د اوسپنيزو لارو په وسيله د توکو د ليږد راليږد اندازه زياته وه او عمومي اندازه  يې ۳ ميليارډه او ۵۷۱ ميليونه ټنه ښودلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸۰ ميليونه ټنه زياتوالی ښيي.

 د چين د اوسپنيزو لارو ملي شرکت يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې شرکت به یې د دولتي ستراتيژو، اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند لپاره خدمتونه وکړي او تر وسې پورې به د سکرو، غلودانو، کيمياو سرو او د شينجيانګ د پنبو په شمول د مهمو توکو د ليږد راليږد لپاره زمېنې برابرې کړي.