د چين شمېرنې ملي ادارې د ډسمبر په ۱۲مې نېټې د ۲۰۲۲م کال د غلودانو د توليدي اندازې راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، چې د چين په ۳۱ ولايتونو، سيمو او ښارونو کې د روان کال د دوبي د غلودانو، شولو او د مني د غلودانو د توليد عمومي اندازه څه باندې ۶۸۶ ميليارډه او۵۵۰ ميليونه کيلو ته رسيدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ميليارډه او ۷۰۰ ميليونه کيلو زياتوالی ښيي او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
په چين کې له تېرو مسلسلو اتو کلونو راهیسې د غلو دانو د توليد عمومي اندازه له ۶۵۰ ميليارډو کيلو څخه اوښتې ده.
سږ کال په چين کې د غلودانو د کښت مساحت د تېر کال په پرتله صفر اعشاريه ۶سلنه زيات دی.