په جيرسي ټاپو کې د يوې چاودنې له امله ۵تنه وژل شوي
CMG2022/12/12 11:37:57
شريکول:

د بريتانيا د شاهي کورنۍ تر چتر لاندې جيرسي ټاپو کې چاودنه شوې او ګڼو کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

د جيرسي ټاپو د پوليسو ادارې مشر روبين سميس د ډسمبر په ۱۱مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې چاودنه د ۱۰مې د سهار وختي په څلورو بجو په يوې درې پوړيزې ودانۍ کې شوې، چې له امله يې ۵ تنه وژل شوي او ځيني کسان تری تم دي.
سميس ويلي، چې ژغورونکې ډلې د ورکو کسانو د پيدا کولو هڅې کوي، خو نوموړي د چاودنې د نوعيت او لامل په اړه هیڅ نه دي ويلي.