د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې اړوندو ادارو ته د غيرمادي کلتوري ميراثونو د ساتنې په اړه لارښوونه کړې او ويلي يې دي، چې د ملګرو ملتونو د تعليم، ساينس او کلتور سازمان يا يونيسکو په وروستيو کې د چين د چای جوړونې عنعنوي مهارتونه او اړوند دودونه د انسانانو د غيرمادي کلتوري ميراثونو په لېست کې شامل کړي او دا يې د چين د چای کلتور د خپرېدو لپاره ارزښتمنه چاره بللې ده.
نوموړي د چين اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د غيرمادي کلتوري ميراثونو د سيستماتيکې ساتنې چارې په ښه توګه تر سره کړي، د کلتور او روحيې په برخه کې دې د خلکو زياتېدونکې اړتياوې پوره او د چينايانو کلتوري باور دې نور هم پياوړی کړي او د تمدنونو ترمنځ د تبادلې او نړۍ ته د چيني کلتور د ښه ورپېژندلو لپاره دې هڅې وکړي.
د چین د چای جوړونې عنعنوي مهارتونه او اړوند دودونه د نومبر په ۲۹مه نېټه د یونیسکو له خوا د انسانانو د غیرمادي میراثونو په لېست کې شامل شوي دي او دغه راز د چين ۴۳ غيرمادي کلتوري ميراثونه په نوموړي لېست کې هم ځای شوي او لومړی نړيوال ځای يې خپل کړی دی.