امريکايي رسنۍ: د اروپایانو اوسني کم لګښتونه د راتلونکي اقتصادي رکود ښکارندويي کوي
CMG2022/12/12 11:07:50
شريکول:

د وال سټریټ جورنال (((The Wall Street Journal) په دې وروستیو کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې اروپایانو په تېر اکتوبر کې د توکو لګښتونه کم کړي دي

راپور وايي، چې د اروپايانو د يادو لګښتونو څخه څرګندېږي، چې د انرژۍ کاروونکې اندازې د زياتوالي په حال کې لوړې بيې د سيمې اقتصاد له شاتګ سره مخ کړی دی.

راپورونه وايي، چې په اروپا کې د توکو او خدماتو په اړه د کورنیو لګښتونو کمښت د دې ښکارندويي کوي، چې ممکن د یورو سيمې اقتصاد له انقباض سره مخامخ شي.

اروپايي کمیسیون تېره میاشت وړاندوینه کړې، چې اقتصادي اندازه به يې په روانې ربعې او د راتلونکي کال په لومړیو دریو میاشتو کې کمه شي او همدا به د اقتصاد د پراخ رکود نښه ورکړي.

(ژباړه: شکريه)