د روسیې او ترکيې مشرانو د غلو دانو دهلیز او طبیعي ګازو په اړه ټليفوني خبرې کړي
CMG2022/12/12 11:54:18
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ډسمبر په ۱۱مې نېټې د غلو دانو دهليز او په ترکيې کې د طبيعي ګازو مرکز د جوړولو په اړه ټيلېفوني خبرې کړې دي.

کرېملين ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې د روسیې او ترکيې مشرانو د تور سمندرګي په بندرونو کې د کرنيزو محصولاتو د صادراتو تړون د عملي کېدو وضعيت او نړيوال بازار ته د روسيې د کرنيزو توکو او سرې د صادراتو په اړه خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو ياد تړون هراړخیز او مهم بللی او ويلي يې دي، چې اړمنو هېوادونو ته د روسي توکو د صادراتو پر وړاندې شته خنډونه باید لرې شي.

پر دې سربېره دواړو خواوو د طبيعي ګازو په برخه کې د انرژۍ د ګډو پروژو د پراختيا پر ځانګړي اهميت ټينګار وکړ. دوی وايي چې دواړه خواوې به په ترکيې کې د ګازو مرکز د جوړولو په اړه د نظريو تبادلې ته دوام ورکړي.

(ژباړه: شکريه)