د چين ۱۱ طبعيت ساتونکې سيمې د طبيعت ساتنې نړيوالې ټولنې په زرغون لېست کې شاملې شوي
CMG2022/12/12 11:09:33
شريکول:

د طبيعت ساتنې نړیوالې ټولنې د ډسمبر په لسمې نېټې د کاناډا په مونټريال ښار کې يوه غونډه ترسره کړې او د د دې ټولنې زرغون لېست يې اپډېټ يا تازه کړی دی.

يادې ټولنې ويلي، چې په زرغون لېست کې يې د چين د هوانګ ګوه شو منظره لرونکې سيمې او د ش نونګ جيا ملي پارک په شمول د دې هېواد ۱۱ طبيعت ساتونکې سيمې ځای کړې دي.

د طبيعت ساتنې نړیوالې ټولنې د بیولوژیکي تنوع تړون د امضا کوونکو خواوو(کوپ۱۵) د ۱۵م کنفرانس د دوهم پړاو په ترڅ کې ياد لېست تازه کړی او پکې يې ۱۸ طبيعت ساتونکې سيمې زياتې کړي، چې په دې جملې کې ۱۱ په چين، ۳ په مسکو، ۲ په بيورو  او ۲ په فرانسې او زامبيا کې دي.

د يادې ټولنې يوه لوړپوړي چارواکي په همدې ورځ خبري رسنيو ته ويلي، چې چين د زرګونو طبيعت ساتونکو سيمو په جوړولو کې پانګونه کړې او په دې برخې کې بډايه تجربه لري.

نوموړي ويلي، چې نړيواله ټولنه د چين له تجربو زده کړه کولی او ګډې ګټې شريکولی شي.

(ژباړه: شکريه)