د چين د شن جو ۱۴م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د ستنې برخه په بريالتوب ځمکې ته راښکته شوې ده.
يادې فضايي بېړۍ له ۱۲۰ ورځني سفر وروسته د شولو تخمونه هم ځمکې ته راکوز کړي دي.
چين په لومړي ځل په فضا کې شولې وکرلې او تخمونه يې اوس ځمکې ته راوړي دي.
د چين دا کړنه د دې ښکارندويي کوي، چې ښايي په راتلونکي کې په فضا کې هم کرنيزې چارې تر سره شي.