د ۷ هېوادونو ډلې د ډسمبر په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ، چې له اوکراين سره د مرستو د همغږۍ او د دغه هېواد د بيا رغونې د ملاتړ لپاره به يو واحد مرکز جوړ کړي، چې پکې به زيات سازمانونه برخه ولري.
د ځاو باو ورځپاڼې د ډسمبر په ۱۳مه نېټه خبر ورکړی، چې د ۷ هېوادونو ډلې مشرانو د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د يوې انلاين غونډې له تر سره کولو وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دوی به له اوکراين، نړيوالو همکارو ملګرو او نړيوالو پولي سازمانونو سره په همکارۍ د بسپنې ورکوونکو د همغږۍ واحد مرکز جوړ کړي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې برخوالې خواوې به د دغه مرکز له لارې له اوکراين سره لنډمهالو او اوږدمهالو مرستو ته دوام ورکړي، چې موخه يې د اوکراين لپاره د نړيوالو پانګو او مسلکي معلوماتو برابرول، د دغه هېواد د اصلاحاتو د اجنډا هڅول او د شخصي ارګانونو تر لارښوونې لاندې د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ تحريکول دی.
جرمني د ۷ هېوادونو ډلې اوسنی نوبتي رئيسه هېواد دی. د جرمني صدراعظم په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د دغه ډګر د جوړونې موخه په هغو برخو کې له اوکراين سره مرسته کول دي، چې په مالي برخه کې بنسټيز توان خپل کړي او د اوږدې مودې لپاره د بيارغونې چارې تر سره کړي.