وانګ يي د کوریا جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر پارک جن سره ويډیويي خبرې وکړې
CMG2022/12/13 11:12:23
شريکول:

د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي، د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د کوریا جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر پارک جن سره ويډيويي کتنه کړې او په يو لړ مسئلو ورسره غږيدلی دی.

وانګ يي په خپلو خبرو کې نړیوال وضعیت پيچلی او د بدلون په حال کې بللی دی او ويلي يې دي، چين به له کوریا جمهوریت سره د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقې ښې تطبیق کړي، د خپلمنځي اړیکو ټينګښت به یې وهڅوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به زیاتې ګټې ورسوي.

امریکې په دې ورستیو کې د چیپ او ساینس مصوبه، د انفلاسیون کمښت مصوبه جوړې کړي او د سوداګرۍ نړیوال سازمان هغه پرېکړه يې رد کړې، چې پکې ويل شوي، واشنګټن د نړیوالې سوداګرۍ له مقرراتو څخه څرګندې سرغړونې کړې دي.

وانګ يي وويل، چې امریکې په يادو کړنو د چین او کوریا جمهوریت په شمول د بېلا بېلو هېوادونو قانوني حقونو ته زیانونه رسولي او دغه هېواد يې د نړیوالو مقرراتو ویجاړونکی بللی دی.

نوموړي زياته کړه، چې مختلف هېوادونه باید په ګډه د یواړخیزې ځورونې ضد احتجاج وکړي او رښتنی څواړخیزم بايد وساتي.

(هیله)